پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر پکتیا ولایت سفر وکړ

rahyab
Thu, Jul 23 2020 8:08 AM
M1

تیره ورځ چهارشنبه د زمري میاشتې په لومړی نيټه پېښو ته د رسیدو په چارو کې دولت وزیر محترم غلام بهاوالدین جیلاني او د یاد وزارت مالي او اداري معین محترم مطیع الله صافی د وروستیو پېښو زیانمنو او د عمومي وضعیت ارزونې، او د ډېرې زیان راوړونکي سیمو د ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته ورسید.
محترم جیلاني او ورسره مل پلاوي لومړي د پکتیا هوايي میدان کې د پکتیا والي محترم محمد حلیم فدايي، امنیه قوماندان سلطان داود سلطان، د ملي امنیت رئیس، د ولایتي شورا غړو، پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس محترم شادیم خان هلال، د دولتي ادارو رئیسانو او ددې مشرانو لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.
پېښو ته د رسیدو په چاروکې د دولت وزیر د محترم محمد حلیم فدايي،امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس، او د سکتوري ادارو مسولینو په ملتیا د پکتیا ولایت شواک اړوند سټه کنډو زیان منونکي ساحې ته لیدنه وکړه.
پېښو ته د رسیدو په چاروکې د دولت وزیر د شواک ولسوالی اوسیدونکو څخه نږدې لیدنه وکړه او د دوی وړاندیزونه او ستونزې يې واوريدې او زیاته يې کړه چې وقایوي برنامې د طبيعي پېښو ګواښونو د مخنیوي په موخه د وزارت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دی او پدې اړوند يې د پکتیا سیمه ييزې ادارې او سیمه ییزو وکړو ته ژمنه ورکړه.

M2

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .