د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یوې سېلابي لارې د کیندلو او پاکولو چارې پیل کړې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د بودیجې په واسطه د یاد ولایت د بنګي ولسوالۍ په غوریچي او جمانقیه کلیو کې د سېلابي لارې د کیندلو او پاکولو چارې د احتمالي سېلابونو د خطرو د مخنیوي په موخه پیل کړې.
یاده پروژه د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس، د یادې ولسوالۍ د محترم ولسوال او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې د ۴۰۰ متره اوږدوالي، ۱.۵ متره ژوروالي او ۱۰ متره سور په درلودلو سره د درې سوه او پنځوس زره (۳۵۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت سره پیل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پرژې په بشپړېدو سره به له ۴۰۰ څخه زیات هستوګنیز کورونه، عمومي سړک او کرنیزې ځمکې د احتمالي سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
