د ارغنداب ولسوالۍ له اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

rahyab
Mon, Feb 01 2021 1:07 PM
11

ارغنداب -د سلواغي ١٣مه١٣٩٩
دارغنداب ولسوالۍ د هغه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چي د روان جنګ له امله کډوال شوي وه ، یادي کورنۍ اوس د ارغنداب ولسوالۍ د پوهني دامریت اړوند د باباولي صاحب په لېسه کي میشتي دي چي ټولي ۱۱ کورنۍ کیږي، چي هري کورنۍ ته ( ۶۰۰۰ )شپږ زره افغانۍ ور کړل شوې.
نوموړې مرسته چي دکندهار ولایت پيښو سره دچمتوالي ریاست لخوا چمتو شوې دي؛ چي د وېش پر مهال یې د یاد ریاست رئیس سردارمحمد بارانی، د ارغنداب ولسوال شریف احمد رسولي او د دې ولسوالۍ د انکشافي شورا رئیس حاجي محمد سلطاني هم شتون درلود.
یادو کورنیو د مرستي د ورکړي پر مهال د ارغنداب د ولسوال، د شورا د رئیس او پيښو سره د چمتوالي ریاست د مسؤلینو څخه خوښي وښودل او نورو مرستو غوښتنه وکړل.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .