د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه وویشل

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هایسو دفتر په همکارۍ د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ۱۳ کورنیو ته د حفظ الصحې کټونه وویشل.
په دې کېټ کې ۹ قلمه توکي لکه، پلاستیکي سطل، د اوبو ډرم، لوټه، صابون، د غاښونو کریم، د غاښونو برس، د مېرمنو حفظ الصحې کېټ، نوکان پرې کونکی او دستمال شامل دي.
دغه مرستې په انفرادي ډول د زیانمنو شویو کورنیو کورونو ته رسول شوې او له پېښو سره د مبارزې ریاست د استازو په حضور کې وویشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره