له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اکرو موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Mon, Dec 09 2024 3:17 PM
تصویر خبر

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکرو موسسې له رئیس مبارک‌شاه جواد سره وکتل او د یادې موسسې سره یې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، الحاج ملا نورالدین ترابي د اکرو موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې موږ په ټولو ولایتونو کې ریاستونه او د مرستندویه موسسو او بنسټونو لپاره اړمنو او زیانمنو ته د مرستو رسولو زمینه برابروو. نوموړي د مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د اکرو موسسې رئیس مبارک‌شاه جواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له همکارۍ مننه وکړه او د خپلې موسسې د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې موږ په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۲۸ ولایتونو په بېلابېلو برخو کې فعالیت کړی دی او د خپلو مرستو او شفافو فعالیتونو په اړه یې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده موسسه به د ارزګان ولایت د دهراود، خاص ارزګان، ګیزاب او چوري ولسوالیو اړوند له بې‌وزله خلکو سره د  ۶۹۹,۳۸۹ ډالرو په ارزښټ مرسته وکړي. په دی ډول چې هغو ۸۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوي، هرې کورنۍ ته به ۵۵۰ ډالر ورکړې او بې‌وزلو کورنیو ته به د سون توکو لپاره ۲۰۰ ډالر، د ژمنیو جامو لپاره ۷۴ ډالر، او ۵ کمپلې ورکړې.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Wed, Jul 09 2025 8:47 PM
Background image

Signing of a Joint Cooperation MoU Between ANDMA and HHAO Institute Worth $170,680

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the HHAO Institute, Honorable. . .

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .