د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټيډ موسسې په مالي ملاتړ، د زلزلې له امله سلو زیانمنو ١٠٠ کورنیو ته په مرکز فیض آباد او یفتل ولسوالۍکې د کورونو د ترمیم په پار د درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هرې زیانمنې کورنۍ لپاره ٣,٧٥٠ ( ٣زره او٧٥٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې او په مجموع کې ٣٧٥,٠٠٠ (٣٧٥ زره) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د اقتصاد ریاست او د موسسې د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره