د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٧٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Dec 26 2024 3:03 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په ٣ او ٤ ناحیه کې ١٧٠ زیانمنو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، یادو کورنیو ته د خوراکي توکو او د ژمنیو جامو برابرولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د یادې موسسې تر منځ د یو هوکړه لیک له مخې تر سره شوې او د دې هوکړه لیک له مخې به یادو کورنیو ته ٣٢٠ امریکايي ډالر او یاهم د هغه معادل افغانۍ په ٨ پړاوونو کې ووېشل شي. 
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه وکړه او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .