له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

tamim_azimi
Mon, Apr 07 2025 12:46 PM
news image

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، زابل ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه وکړه او له کارونو یې د څارنې په ترڅ کې د یاد ریاست د تقنینی او نورو رسمي اسنادو د دوسیو د فایلینګ سیسټم تر نظر تېر کړ.  
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه، مشورې او ستونزې یې واورېدې او د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د یاد ریاست کارکوونکي اړمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول او هغوی ته یې ووېل چې د مراجعینو سره نیک چلند، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کول، د بیت المال په سمه توګه کارول او اداري اصول مراعاتول باید په جدي توګه پام کې ونیسي. همداراز، نوموړي له هغوی وغوښتل چې د ولس ریښتیني خدمت کوونکي واوسي او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپله ټوله انرژي او مسلکي پوهه په سمه توګه وکاروي.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په زابل ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه یې اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
په پای کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د ادارې له سرپرست څخه د دوی د حال احوال اخیستلو او د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه. همداراز، هغوی ډاډ ورکړ چې د ادارې د مشرتابه د لارښوونو او پریکړو سره سم خپل کاري پلانونه به لا په ښه توګه عملي کړي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۰۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .