له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۲:۴۶
news image

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، زابل ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه وکړه او له کارونو یې د څارنې په ترڅ کې د یاد ریاست د تقنینی او نورو رسمي اسنادو د دوسیو د فایلینګ سیسټم تر نظر تېر کړ.  
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه، مشورې او ستونزې یې واورېدې او د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د یاد ریاست کارکوونکي اړمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول او هغوی ته یې ووېل چې د مراجعینو سره نیک چلند، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کول، د بیت المال په سمه توګه کارول او اداري اصول مراعاتول باید په جدي توګه پام کې ونیسي. همداراز، نوموړي له هغوی وغوښتل چې د ولس ریښتیني خدمت کوونکي واوسي او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپله ټوله انرژي او مسلکي پوهه په سمه توګه وکاروي.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په زابل ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه یې اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
په پای کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د ادارې له سرپرست څخه د دوی د حال احوال اخیستلو او د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه. همداراز، هغوی ډاډ ورکړ چې د ادارې د مشرتابه د لارښوونو او پریکړو سره سم خپل کاري پلانونه به لا په ښه توګه عملي کړي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۰۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .