د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یو پُل د جوړولو کار رسمآ پیل شو 

rahyab
Sun, Jun 15 2025 3:34 PM
news image

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې پر بنسټ، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه، د هېواد په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په همدې تړاو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي اداره له سروې او د بېړني وضعیت تر تشخیص وروسته، دا پروژې تمویل او د هېواد په کچه پلي کوي.
په همدې لړ کې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د یاد ولایت نرخ ولسوالۍ په ده خرقې سیمه کې د  ۲,۵۰۰,۰۰۰ (دوه میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو) په ارزښت د یو پُل د جوړولو کار عملاً پيل شو.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ په ده خرقې سیمه کې دا پُل چې تقریباً ۴,۰۰۰ کورنۍ پرې تګ راتګ کوي د پُل د خرابېدو له امله ځايي اوسېدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ وو، چې د خلکو د غوښتنې سره سم د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر تخنیکي سروې وروسته د یاد پُل جوړولو د پروژې کار پیل کړ.  
ورته مهال، د سیمې خلکو د اسلامي امارت د مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د خلکو اړتیاوو او ستونزو ته له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او دا پروژه یې د سیمې لپاره خورا ګټوره وبلله.

نېټه: ۱۸/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Aug 21 2025 3:20 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the High-Level Delegation from AfghanAid had a Meeting

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with a high-level delegation from AfghanAid’s. . .

Thu, Aug 21 2025 3:15 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the IOM to Implement Preventive Projects in High-Risk Areas of Afghanistan

On Thursday afternoon, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) to discuss the. . .

Thu, Aug 21 2025 2:19 PM
Background image

ANDMA and the Justice and Civil Society Strengthening Organization (JCSSO) signed an MoU for Collaborative Projects Worth $489,332

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with Mr. Abbas Salami, Program Manager of the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .