د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلینو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
Wed, Jul 09 2025 2:21 PM
news image

د نن سه‌شنبې ماسپښین، د یونیسف دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مسؤلینو له ایران څخه را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي پنډغالي د بهیر څخه لیدنه وکړه او د داخلي پلټنې آمر, قاري محمد یاسین او د پنډغالي له مسؤول سره یې لیدنه وکړه.
محترم قاري محمد یاسین د پنډغالي د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ټولې خېمې به د هوا یخولو لپاره د کولرونو سره مجهزې شي، او د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو ټول امکانات پکې په پام کې نیول شوي دي. نوموړي دا هم وویل چې د اساسي صحي کلینیک د جوړېدو چارې هم نږدې بشپړې شوې دي.
په همدې حال کې، د دواړو ادارو مسؤلینو د یاد پنډغالي له جوړېدو هرکلی وکړ او د مرستندویو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ. هغوی د کلینیک لپاره اړینو درملو لیست هم تر لاسه کړ او څرګنده یې کړه چې هڅه به کوي د اړوندو ادارو له لارې دغه درمل برابر کړي.
 
نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .