د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم او یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۰۳/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره