د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کارکوونکو لپاره بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي او خوندیتوب په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rahyab
Thu, Sep 18 2025 12:38 PM
تصویر خبر

بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي او خوندیتوب د څو اړخیزه ورکشاپ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د جنیوا کال مؤسسې او د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ ترسره شوی و، تېره ورځ چهارشنبه پای ته ورسېد.
د پروان ولایت والي، محترم مفتي محمد ادریس انوري، د پروګرام د پای په مراسمو کې وویل چې اسلامي احکام، قوانین او اصول د بشر د خوندیتوب پر بنسټ ولاړ دی، موږ مسلمانان مسؤول یو چې د اسلامي ارشاداتو سره سم عمل وکړو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هڅه وکړو.
په دې پروګرام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس، مولوي عبدالرحمن رحماني، د مرستو د رسولو په بهیر کې د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې بشردوستانه مرستې ملي حیثیت لري او د دې ادارې مسؤولیت د مرستو عادلانه وېش او د همغږۍ رامنځته کول دی. 
همدارنګه د جنیوا کال د مؤسسې استازي، محمد خوشحال نصرت، د سیمه‌ییزو مسؤولینو له همکارۍ څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل چې دا مؤسسه په ۱۷ ولایتونو کې فعالیت لري او له سیمه ییزو ادارو او د مرستو وېشونکو بنسټونو سره همکاري د مرستو د رسولو په بهیر کې ځانګړی اهمیت لري.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورکشاپ کې سیمه ییزو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو استازو او د پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو کارکوونکو ګډون کړی و.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Sep 13 2025 3:07 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Cash and Non-Food Aid for 356 Affected Families in Nangarhar’s Dara-e-Noor District

Today in morning; Saturday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Qala-e-Shahi village in Dara-e. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .