د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یمګان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو د خطر کمولو څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې
لکه څرنګه چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د هر ولایت لپاره یوه یوه بیړنۍ وقایوي پروژه د یومیلیون افغانیو په ارزښت منظور شوې ده، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه د دې ولایت د یمګان ولسوالۍ په ګوهر، فرغامو، خضرت سعید او جه کلیو کې، د طبیعي پېښو د خطر کمولو څلور پروژې ټولټال د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت بشپړې او رسما ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د ګمارل شوي پلاوي د معلوماتو له مخې، دا پروژې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د سیمه ییزو زیربناوو د ښه کولو او د کلیو د اوسېدونکو د ستونزو د مخنیوي په موخه عملي شوې دي.
په ګوهر کلي کې، د دوه کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره ویجاړ شوی سړک ترمیم او د خلکو پرمخ د ولسوالیو څخه مرکز ته د تګ را تګ په موخه خلاص شو، دې کړنې د کرنیزو محصولاتو په لیږد کې آساني او د خلکو په تګ را تګ کې اغېزمن رول لري.
په فرغامو کلي کې، د ۲۵۰ متره سړک ترمیم او د کرنیزو ځمکو ویاله پاکه شوه، چې د تګ را تګ او د زراعتي ځمکو د خړوبولو د ښه والي سبب شو.
په حضرت سعید کلي کې، د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د سیند لاره پاکه، د کرنیز کانال سربند پاک او خوندي شو، چې په دې سره کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شوې.
په جه کلي کې، د کلي لویه ویاله وکیندل او پاکه شوه، ترڅو کلي ته د سېلابي رسوباتو د داخېلېدو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې ټولې پروژې د پلان، نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق تطبیق شوې دي او سیمه ییزو اوسېدونکو د هغې له تطبیقېدو څخه خوښي څرګنده کړې. دا پروژې د طبیعي خطرونو د کمولو او د خلکو د ژوند د وضعت په ښه والي مثبت اغېز له ځان سره لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
