د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یمګان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو د خطر کمولو څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۱۲
تصویر خبر

لکه څرنګه چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د هر ولایت لپاره یوه یوه بیړنۍ وقایوي پروژه د یومیلیون افغانیو په ارزښت منظور شوې ده، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه د دې ولایت د یمګان ولسوالۍ په ګوهر، فرغامو، خضرت سعید او جه کلیو کې، د طبیعي پېښو د خطر کمولو څلور پروژې ټولټال د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت بشپړې او رسما ګټې اخیستنې ته وسپارلې.  
د ګمارل شوي پلاوي د معلوماتو له مخې، دا پروژې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د سیمه ییزو زیربناوو د ښه کولو او د کلیو د اوسېدونکو د ستونزو د مخنیوي په موخه عملي شوې دي. 
په ګوهر کلي کې، د دوه کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره ویجاړ شوی سړک ترمیم او د خلکو پرمخ د ولسوالیو څخه مرکز ته د تګ را تګ په موخه خلاص شو، دې کړنې د کرنیزو محصولاتو په لیږد کې آساني او د خلکو په تګ را تګ کې اغېزمن رول لري.  
په فرغامو کلي کې، د ۲۵۰ متره سړک ترمیم او د کرنیزو ځمکو ویاله پاکه شوه، چې د تګ را تګ او د زراعتي ځمکو د خړوبولو د ښه والي سبب شو. 
په حضرت سعید کلي کې، د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د سیند لاره پاکه، د کرنیز کانال سربند پاک او خوندي شو، چې په دې سره کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شوې.
په جه کلي کې، د کلي لویه ویاله وکیندل او پاکه شوه، ترڅو کلي ته د سېلابي رسوباتو د داخېلېدو مخه ونیول شي. 
د یادونې وړ ده، چې ټولې پروژې د پلان، نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق تطبیق شوې دي او سیمه ییزو اوسېدونکو د هغې له تطبیقېدو څخه خوښي څرګنده کړې. دا پروژې د طبیعي خطرونو د کمولو او د خلکو د ژوند د وضعت په ښه والي مثبت اغېز له ځان سره لري.  

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۲۶
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۴۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په سمنګان ولایت کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو ته خوراکی مرستې برابرې او ۵۵۵ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرسته کوونکو بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت په نخچیر او خلم ولسوالیو کې ۲۰۰۰ تنو ته خوراکي مرستې او د څښلو وړ صحي اوبه برابرې او ۵۵۵. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .