د پېښو چارو د همغږۍ معین د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Sat, Nov 22 2025 2:01 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند, نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، فاریاب ولایت ته ورسېد. 
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د فاریاب ولایت له والي، محترم الحاج مولوی عبدالاحد فضلی، سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوی اسدالله وقاص په شتون کې وکتل. 
دا ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ویلو او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ادارې له هڅو څخه د قدردانی ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د بادغیس خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
په پای کې، محترم فضلی صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې، یاد پلاوي د فاریاب ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول. 
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

Tue, Nov 11 2025 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of Handicap International Organization 

Today, in morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with the new President of. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .