د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۸۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په نهرين ولسوالۍ کې ۴۲۸۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه بورې ۲۵ کیلويي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵۰ کیلو دال، نيمه کيلو مالګه، ۳ کيلو ګرامه سوپر سیريل او يو نيم کيلو پلمپې ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
