د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې  یو عدد هاوان او د ٧٦ عدده نويو توپ مرمیو V24 فیوزونه کشف شول

rahyab
Sat, Dec 20 2025 12:17 PM
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا QRT-04 ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ آباد او زرني سیمو کې یو عدد هاوان، د ٧٦ عدده نويو توپ مرمیو V24 فیوزونه او یو عدد د ګرنوف سه پایه کشف او د میدان وردګ ولایت اړوند د سیدآباد ولسوالۍ د استخباراتو مسؤلینو ته وسپارل.

د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست مسئولینو له خلکو غوښتي دي، چې د هر ډول مشکوکو يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې دې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو یې د خنثی کولو لپاره اړين اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .