د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Dec 23 2025 10:28 AM
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ (ACTED) موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتر، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۲۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۰۶ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۹۴۰ افغانۍ او ۶۱ کورنیو هرې یوې ته ۹,۹۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او شپږ شپېته زره او پنځه سوه نوي (۳,۰۶۶,۵۹۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

له مرستو برخه منو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او له ACTED موسسې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .