د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۵۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په پلحصار ولسوالۍ کې ۱,۳۵۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د درېیم پړاو خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې دوه بورۍ ۲۵ کېلویي اوړه، ۴.۵۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کېلو دال، نیم کیلو مالګه او یو نیم کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
