د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درنې واورې له امله د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې او د پغمان ولسوالۍ تړل شوی عومي سړک بېرته پرانیستل شو

rahyab
Sat, Jan 24 2026 12:31 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تېره ورځ، د درنې واورې د ورښت له امله د کابل ښار ۱۹مې ناحیې او د پغمان ولسوالۍ تړل شوی عمومي سړک د تګ راتګ پرمخ بېرته پرانیستل شو.

د پغمان ولسوالۍ د ارغندې له چوک څخه د بره ارغندې د کټه خېلو تر کلي پورې ۱۵ کیلو متره سړک د اسکواټور په واسطه پاک شوی چې په پایله کې یې د ۴۶ کیلو د خلکو او د موټرو د تګ راتګ پر مخ سړک پرانیستل شوی دی. همدارنګه، د کابل ښار ۱۹مې ناحیې اړوند ۱۳ او ۱۴م ګذر کې هم د لویې لارې د پاکولو کارونه پیل شوي، د دې ترڅنګ یاد ریاست په ده سبز ولسوالۍ کې د ځینو کلیو لارې هم د ټراکټور په واسطه پاکې شوې دي.

د یاد ریاست هڅې د خلکو د ستونزو کمولو او عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو په موخه روانې دي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۰۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .