د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۳۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي او د غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۸،۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او یو د سرپناه جوړولو کیټ او همدارنګه ۱۵ ډېرو زیانمنو شویو کورنیو ته په پورتنیو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ورکولو له امله خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزي آمادګۍ ملي اداره
