د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۱ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۲۷۱ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې ۲۷۱ کورنیو ته ۳۰۰ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۳۰۵ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، ۲۱۶ تختې رجايي، د ماشومانو لپاره ۱۰۷ کېټونه، ۲۱ عدد نارینه جمپرونه، ۶۶ باب خیمې، ۶۸ عدد ښځینه جمپرونه، ۶۵ تختې کمپلې، ۴۳ جوړه د ماشومانو جامې او ۱۵ لیټره غوړي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
