د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۵ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP, UNICEF, UNFPA, ADNO او INTERSOS سازمانونو په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو ۱۵۵ مستحقو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، د IOM سازمان له خوا ۸,۵۰۰ افغانۍ، د INTERSOS موسسې لخوا ۱۱,۰۵۰ افغانۍ، د WFP لخوا ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲۵ کیلو دال، ۲.۱ کیلو بیسکیټ، یو اندازه WSB او LSB مواد، د UNICEF سازمان لخوا یو هایجن کیټ او د اوبو د تصفیې ټابلیټ، د ADNO موسسې لخوا یو ژمنی کېټ او ۳ تختې شړۍ او د UNFPA سازمان لخوا یو عدد حفظ الصحې کیټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
