د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Feb 26 2026 12:59 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یادې موسسې په ملاتړ او له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره، له سروې وروسته په کابل ښار کې ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

په دې لړ کې د کابل ښار ۱۶مې ناحیې ۶۴ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ ډالر ووېشل شول، چې ټولټال شپږ زره او څلور سوه ( ۶,۴۰۰) ډالر نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

همدارنګه د یاد ولایت اړوند ۲۸ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره، یوه بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، یوه بسته د جامو ژمنی کېټ، یوکارټن روغتیايي کېټ او اووه جوړه نارینه او ښځینه بوټان ووېشل شول.

د مرستو ترلاسه کوونکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د خلکو اړتیاوو ته پروخت د رسېدنې او مرستو له امله خوښي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .