له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Mon, Apr 27 2026 4:57 PM
تصویر خبر

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس، محترم حزب‌الرحمن رحمن سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د پروژو پر وخت تطبیق او د ادارې د لومړیتوبونو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پېښو د خطرونو د کمولو له اغېزمنو لارو څخه یوه هم د سیمه ییزو ظرفیتونو پیاوړي کول ده، چې باید لا زیاته پاملرنه ورته وشي.

همداراز، د CWSA مؤسسې رئیس، محترم حزب الرحمن رحمن د روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پروژو د شفاف او پر وخت پلي کولو ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې به، یاده مؤسسه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې په همغږۍ لاندې فعالیتونه ترسره کړي:

۱- د ننګرهار ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوال جوړول؛
۲- په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د ښویېدو له خطر سره مخ د ۱۸۰۰ متر مکعب ډبرو ویجاړول؛
۳- د سېلابونو له خطر سره مخ سیمو د سروې او نقشې جوړولو لپاره د رضاکارانو ټیمونو جوړول؛
۴- د رضاکارانو ټیمونو لپاره د جغرافیایي معلوماتي (GIS) او د پېښو د خطر ارزونې او تحلیل د سیستم په برخه کې روزنیز پروګرامونه ترسره کول او د ولسوالیو په کچه د سېلاب‌ځپلو سیمو نقشې‌ جوړول؛
۵- په جاپان کې د افغانانو لپاره د طبیعي پېښو د خطر مدیریت په برخه کې د تخنیکي زده‌کړو تنظیمول؛
۶- د غیرامارتي مؤسسو لپاره د طبیعي پېښو د مدیریت په اړه د تخنیکي روزنې تنظیمول؛
۷- د غیرامارتي مؤسسو د کارکوونکو له خوا د پېښو د خطر نقشو بیاکتنه ترسره کول؛
۸- د ځمکې ښویېدنې له خطر سره مخ سیمو د پېژندنې لپاره د تخنیکي روزنې او لومړنۍ سروې ترسره کول؛
۹- د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د فزیکي اقداماتو د پلان جوړونې په اړه د روزنیزو ورکشاپونو تنظیمول؛
۱۰- د علمي او تخنیکي فعالیتونو تمویلول، د علمي مقالو خپرول، د څېړنیزو نوښتونو ملاتړ، د طبیعي پېښو د خطر د کمولو ملي سمینار جوړول او د اړوندو پروګرامونو، سمینارونو او غونډو په ترسره کولو کې له دې ادارې سره همکاري کول.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .