د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۶۵ مستحقو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې مؤسسې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ په مرکز کې ۴۶۵ مستحقو او اړمنو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۱,۳۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول د دغو کورنیو لپاره پنځه میلیونه او یو لک او دوه پنځوس زره او اته سوه (۵,۱۵۲,۸۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
