د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۳ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AWCPO مؤسسې په همکارۍ، چې د پروژې تمويل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، ۱۹۳ کورنیو ته چې د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې، تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، هرې یوې ته د دویم ځل لپاره ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه یو میلیون او یو لک او نولس زره او څلور سوه (۱,۱۱۹,۴۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
