د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۹۱ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه لیک پر بنسټ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هغو ۱۰۹۱ کورنیو ته چې په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د یاد شمېر کورنیو لپاره په ټولیز ډول درې میلیونه او یو لک او درې شپېته زره او نه سوه (۳,۱۶۳,۹۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
