د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي او نغدي پیسې ووېشلې

rahyab
Mon, May 25 2026 10:19 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له لوري د IOM، WFP، UNICEF او سولیډیریټي مؤسسې سره د همغږۍ پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو دفترونو په مالي او تخنیکي ملاتړ، هغو ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې د خوړو نړیوال پروګرام  له خوا هرې کورنۍ ته ۱۱,۶۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته، ۳ تختې کمپلې، یوه پلاستیکي فرش، ۴ سولري څراغونه او هغو ۱۴ کورنیو ته چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یوه خیمه هم ووېشل شوه.

همدارنګه د یونیسف مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته او د سولیډریټي مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته له ۵۴۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .