د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په پغمان ولسوالۍ کې هغو ۱۰۸ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلویي بورۍغنم، ۱۲.۵ کیلو وریجې، یوه روغتیایي بسته چې ۱۷ قلمه توکي پکې شامل وو، ۴ جوړې نارینهوو کمیسونه، یوه جوړه نارینهوو پتلون، ۳ پلاستیکي صندوقونه، ۳ څراغونه له سطلونو سره او ۱۰۰ د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول.
په پای کې د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د پر وخت رسېدنې او د مرستو د وېش له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
