د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اسلامي هوساینې (IRW) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې، د GEE پروژې په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د بهسود ولسوالۍ او د جلالآباد ښار د څلورمې او اتمې ناحیو ۸۴ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د غیرخوراکي توکو یوه بسته، چې ترپال، د ګاز ډبه، پنځه تختې کمپلې (یوه لویه او څلور کوچنۍ)، د پخلي لپاره المونیمي دیګ، لس لېټره دیګ، لوی کفګیر، د اوبو سطل، لوی چاینک، د اوبو ګیلاسونه او د کور او پخلنځي نور اړین وسایل پکې شامل وو، ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او اسلامي ریلیف (IRW) مؤسسې څخه یې د دغو مرستو د برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
