جلسه کمیسیون دولتی مبارزه با حوادث در ولایت میدان وردک برگزار شد

rahyab
Sat, Aug 29 2020 1:05 PM
22

په میدان وردګ ولایت کې پېښو سره د مبارزې دولتي کمېسیون غونډه ترسره شو

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په میدان وردګ ولایت کې پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمیټې غړو سره په یوه ناسته کې وویل: پېښو پر وړاندې د مخکینیو تدابیرو نیول او زیانمن شوو ته په بېړه سره رسېدنه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مهمو لومړیتوبونه څخه دي.
دغه ناسته د ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ د ډګر جنرال عبدالیمین مظفرالدین د ولایت والي, د ولایتي شورا رییس او غړو, په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت د خلکو استازو, د سیمه ییزو ادارو رییسانو او یو شمېر مشرانو په ګډون په میدان وردک ولایت کې ترسره شوه.
غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني, عزت مآب ښاغلي امرالله صالح د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیال او پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس د خواښوګي او غم شریکۍ پیغام په ‌ډاکه کولو ترڅنک شهیدانو ته په دعا کولو سره وویل: زموږ دنده ایجاب کوي ترڅو د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د خلکو پر وړاندې ستونزې او ننګونې له نږدې ولیدل شي او لازمې رسېدنې ترسره شي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر زیانمن شوو ته د بشر پالنو مرستو په وېش کې پر رونټیا ټینګار کولو سره وویل: ۵۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو , ۲۰۰ کورنیو ته غیر خوراکي توکو او ۱۰ میلیونه افغانۍ لېږدولو لړۍ د سیلاب له امله زیانمن شوو ته د رسېدو په پار په دی ولایت کې پیل شوه.
وروسته ښاغلي ډګر جنرال عبدالیمین مظفرالدین د ولایت والي, د ولایتي شورا رییس, په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت خلکو استازو, متنفذینو او د دی ولایت یو شمېر مشرانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ته په خپلو خبرو کې د ستونزو, ننګونو او وړاندیزونو یادونه وکړه او په دی هکله یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .