خبرداری!

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۲۲:۳۱
تصویر خبر

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۶ مه:
د هوا پېژندنې نړیوالې نقشې پر بنسټ، د سالنګونو په شمول په کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزنی، ارزګان، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو ترڅنګ د تالندې او ناڅاپي سېلابونو احتمال شتون لري.
په یادو ولایتونو کې د باران اندازه د ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي‌متره او د واورې اندازه د ۵ څخه تر ۲۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله, د یادو ولایتونو اوسېدونکي دې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.

نېټه: ۱۴۴۴/۹/۲۵ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دند غوري ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دند غوري ولسوالۍ په امرخيل کلي کې د سیلابي لارې د پاکولو کار په بریالیتوب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د ۲.۳ کیلو متره سرک د جوړولو او بیارغونې له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري او ورسره مل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .