د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دند غوري ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دند غوري ولسوالۍ په امرخيل کلي کې د سیلابي لارې د پاکولو کار په بریالیتوب سره بشپړ کړ.
د دې پروژې په بشپړېدو سره، شاوخوا ۱۳ کلي چې د سیلابونو له جدي ګواښ سره مخ وو، د سیلابونو د احتمالي زیانونو له خطر څخه خوندي شول.
د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د سیلابونو د خطرونو په کمولو، د خلکو د ستونزو د حل لپاره یو مهم او اغېزناکه ګام وباله.
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د ځان او مال د خونديتوب په موخه به د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پروژو ته دوام ورکړي.
