د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١,٧٩٠,٢٠٠ افغانۍ ٨٣٥ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۳
تصویر خبر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې، له ٨٣٥ سېلاب ځپلو کورنیو سره له سروې وروسته نغدي مرستې وکړې.

د مرستو په دې لړۍکې، د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ١٤,١٢٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په مجموع کې ١١,٧٩٠,٢٠٠ (١١ میلیونه، ٧٩٠ زره او ٢٠٠) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یادو کورنیو ته دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او AHF موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ورکړل شوې.

نېټه: ١٤٤٦/٧/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلینو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

د نن سه‌شنبې ماسپښین، د یونیسف دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مسؤلینو له ایران څخه را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي پنډغالي د بهیر څخه لیدنه وکړه او د داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۳۹۰  کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۱:۴۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د ۲۹۸،۷۱۱ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

 نن ورځ سې شنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان ټولنیزې پیاوړتیا (ASIO) له رئیس؛ محترم عبد الهادي کریمي سره په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .