د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۶۴۱ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په تګاب، تشکان، بهارک، وردوج، یمګان، جرم، درایم ولسوالیو او مرکز فیض آباد کې د پېښو له امله زیانمنو ۶۴۱ کورنیو ته چې مخکې یې غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې وې، له سروې وروسته یادو کورنیو ته یو ځل بیا نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، ټولټال ۱۴،۲۳۰،۲۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، او هرې کورنۍ ته ۲۲۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره