د بغلان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦٠٠ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
