د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پلخمري ښار په مرکز کې د ۶ چک‌ډیمونو جوړولو د پروژې کار پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۴۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د استوګنې لپاره د آغاخان(AKAH)  موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې مالي ملاتړ یې د آغاخان پرمختیایي شبکې (AKDN) له خوا کېږي، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې د سیند چپې غاړې په سیمه کې د ۶ باب چک‌ډیمونو جوړولو د پروژې کار پیل کړ.

د دغې پروژې د پرانیستې مراسم د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي، د اقتصاد ریاست د استازي، د ګذر وکیل، قومي مشرانو، ځوانانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول. 

دغه پروژه د پنځلس لکه (۱٬۵۰۰٬۰۰۰) افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د سېلابونو شدت کم شي او شاوخوا له ۲٬۰۰۰ څخه تر ۲٬۵۰۰ کورنۍ، کرنیزې ځمکې، سړکونه او نور عامه تأسیسات د سېلابونو له امله له ویجاړېدو خوندي شي. 

د سیمې اوسېدونکو د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او AKAH له خدمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ورته وقایوي پروژې دې د ولایت په نورو له خطر سره مخ سیمو کې هم پلې شي.

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د ټولنو د خوندیتوب د کچې د لوړولو او د زیان‌منو سیمو د ساتنې په موخه به د همکارو مؤسسو په همکارۍ ورته وقایوي او پراختیایي پروژې دوام ولري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .