د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو ته چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د SFL موسسې له لوري چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، یو کیلو مالګه، دوه کیلو بسکېټ، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود او د یادو توکو سربېره شیدې خوره ماشومانو او امیندوارو مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سریال، د ماشومانو د ملاتړ موسسې له لوري هرې کورنۍ ته یوه بسته کمپله، یوه بسته ژمنۍ البسه او د WAAK-UNICEF موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۲۵ قلمه توکي لرونکې یوه فامیلي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
