د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سهار ګفتمان مرکز د ټولنې په ملاتړ، د یاد ولایت د شولګره ولسوالۍ په تاجک ایلتن او جر محمد کریم کلیو کې د تېرو سېلابونو له امله ۵۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۴ کیلو لوبیا، ۳.۵ کیلو بوره، نیم کیلو وچ چای، ۱.۵ کیلو مالګه او ۴ لیټره د لوښو منځلو مایع ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره