د سمنګان ولایت د پسکنده کلي د اوسېدونکو لپاره د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو سیمینار ترسره شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه، د یاد ولایت د مرکز ایبک اړوند د پسکنده کلي اوسېدونکو لپاره د پوهاوي ورکولو یو سیمینار ترسره کړ.
یاد پروګرام د «د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ماین پاکۍ بېړنیو غوښتنو ته رسېدنه او زیانمنو ټولنو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي خدمتونو وړاندې کول» تر سرلیک لاندې د پروژې په چوکاټ کې پلي کېږي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د DAFA مؤسسې د EORE-03 ټیم دغه سیمینار د پسکنده کلي د ښځو او نارینهوو لپاره ترسره کړ او ګډونوال یې د ماینونو او ناچاوده توکو له خطرونو، د ککړو سیمو د پېژندنې څرنګوالي او د پېښو د مخنیوي لارو چارو په اړه خبر کړل.
دغه پروګرام د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي تر څارنې لاندې ترسره شو. د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی وکړ او د پوهاوي ورکولو دا ډول پروګرامونه یې د ماینونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو په کمولو او د ټولنې لپاره د لا زیات خوندیتوب په رامنځته کولو کې اغېزناک وبلل.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
