د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ او مرکز ایبک ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ غنم، ۱ کارټن خوراکي توکي، ۱ بسته البسه او د ۱ کارټن د پخلنځي توکي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
