د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۶۴۳,۵۲۰ افغانۍ نغدي پیسې ۳۲۰ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAARTT موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اړوند ۳۲۰ زیانمنو کورنیو ته "د سرپناه جوړولو او ترمیم د ملاتړ" پروژې ترنامه لاندې له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۹۶ کورنیو هرې یو ته د کور د اساسي ترمیم لپاره ۲۲,۶۵۰ افغانۍ، ۹۶ کورنیو هرې یوې ته د جزيي ترمیم ۱۳,۵۹۰ افغانۍ، ۶۴ کورنیو هرې یوې ته د درې خونو د شلټر جوړولو لپاره ۷۲,۶۰۰ افغانۍ او ۶۴ نورو کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو د شلټر جوړولو لپاره ۵۴,۹۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یوولس میلیونه او شپږ سوه درې څلوېښت زره او پنځه سوه شل (۱۱,۶۴۳,۵۲۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره