د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د جوین ولسوالۍ په مرکز کې ۲۵۰ مستحقو او راستنېدونکو کورنیو ته له سروې وروسته د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵,۱۴۱ افغانۍ (د ۸۰ ډالرو معادل) ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول یو میلیون او دوه لکه پنځه اتیا زره او دوه سوه او پنځوس (۱,۲۸۵,۲۵۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د مستحقو کورنیو د پېژندنې او ملاتړ بهیر به د همکارو بنسټونو په همغږۍ دوام ولري، څو بشري مرستې په شفاف او اغېزمن ډول حقیقي مستحقینو ته ورسېږي.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
