د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کې د او لګېدنې له امله ٤٣ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، دوه بورۍ ۲۵ کیلو وریجې، ١٠ کلچې صابون او ٢ عدده بسترې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره