د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلو ترسټ ماین پاکۍ موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په جوي زرین سیمه کې یو کړۍ د پرسونل ضد ماین کشف او خنثی کړو.
په عین حال کې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین پاکۍ تخنیکي ټیمونه په ټول ولایت کې مؤظف کړي، ترڅو په پاتې سیمو کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته کېدونکي خطرونه کم کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده سیمه کې د کابل-کندهار دویم سړک د جوړېدو په حال کې دی، د ماینونو دخطرونو له امله یې د جوړېدو چارې درول شوې وې دا مهال د جوي زرین سیمه د هیلوترسټ ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټیمونو او لوړ کیفیت لرونکې ماشینرۍ په مرسته پاکه او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره