د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چت د نړېدو له امله د شهیدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۴:۴
12

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د یاد ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د یوې زیانمنې کورنۍ د وضعیت د څېړنې لپاره چې د کور چت یې نړېدلی و، د یادې کورنۍ څخه له نږدې لیدنه وکړه.

یاد پلاوي له زیانمنې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه، د شهیدانو لپاره یې دعا وکړه او له زیانمنې کورنۍ سره یې د سل زره (۱۰۰,۰۰۰) افغانیو نغدي مرسته وکړه.

یاده کورنۍ چې د چت نړېدو له امله یې له بده مرغه یوه ښځه او شپږ ماشومان له لاسه ورکړي وو او د کورنۍ پلار هم ټپیان شوی و، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې کورنۍ سره د تسلیت ترڅنګ له هغې پر هر اړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۴:۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چت د نړېدو له امله د شهیدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د یاد ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د یوې زیانمنې کورنۍ د وضعیت د څېړنې لپاره چې د کور چت یې نړېدلی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د OCHR مؤسسې له مرستیال سره وکتل

نن پنج‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) له مرستیال عبدالمجید زرمتـي سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاک‌کارۍ چارې پيل شوې

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی کلي کې د استنادي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو چارې رسمآ شوې. د دې پروژې د پلي کولو موخه د احتمالي سېلابي ګواښونو مخنیوی او د سیمې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .