د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ او مرکز جلال آباد ښار کې ۸۸ کورنیو ته د ژمنیو توکو برابرولو لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې ویش کې د مسولینو په شتون کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۳,۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او یو سل او دوه پنځوس زره او اته سوه (۱,۱۵۲,۸۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
