له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت غوښتنې او پیاوړتیا مدني مؤسسې ترمنځ د پنځه سوه، یو اویا زره اووه سوه او اوولس (۵۷۱,۷۱۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۵۲
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د عدالت غوښتنې او پیاوړتیا مدني مؤسسې له لوی رئیس، محترم عبدالحلیم حلیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې وویل چې اقلیمي بدلونونو ته په کتو په هېواد کې د بارانونو ورښت د ناڅاپي سېلابونو رامنځته کېدو لامل کېدای شي، له همدې امله، موږ د سېلابي لارو د پاکولو کار په بېلابېلو ولایتونو کې پیل کړی او له تاسو غوښتنه کوو چې له ډونرانو سره په خبرو کې د مرستو ډول له بشري مرستو څخه بنسټیزو پروژو ته واړوئ، ځکه د وقایوي پروژو پلي کول د ډونرانو، مؤسسو او خلکو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو وړاندې کولو په پرتله ډیر اغېزمن دی.
په همدې حال کې، د یادې موسسې لوی  رئیس، محترم عبدالحلیم حلیم، د دې ادارې له لوري په چټکۍ سره د موسسو د فعالیتونو ترسره کولو په پار ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د همدې دلیل له مخې موږ لېوالتیا لرو چې په راتلونکې کې دوه نورې پروژې هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره په ګډه ترسره کړو.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د پنځه سوه، یو اویا زره، اووه سوه او اوولس (۵۷۱,۷۱۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه، چې ډونر یې یونیسف دی، د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو خلکو ته لاندې خدمتونه وړاندې کړي:

۱. له ټولو خدماتو سره د څښاک اوبو ۶۰ ذخیرې برابرول، هره ذخیره ۵ متر مکعب ظرفیت لري، او دغو ذخیرو ته د ۹۰۰ ټانکرونو له لارې د اوبو لېږدول.
۲.     د اوبو رسونې ۶ شبکو بیا رغونه، چې ۸۰۰۰ کسان به ګټه ترې اخلي. 
۳. د څښاک اوبو فزیکي او بیولوژیکي ټسټ کول. 
۴. د ۱۸۰ تشنابونو او حمامونو جوړول، چې له دې جملې څخه ۱۵۰ یې فلزي او ۳۰ نور به له ترپال څخه جوړ وي، په شنې پردې د ښځینه تشنابونو او حمامونو پوښل او د تشانوبونو او حمامونو ساتنه او مراقبت کول.
۵. د معیوبینو کسانو لپاره د تشناب ۴۰ چوکیو برابرول او لېږدول. 
۶. د لنډمهاله هستوګنې په پنډغالو کې د ۵ سیټ کونیکس تشنابونو او حمامونو لګول، د پنډغالي په اړونده سیمو کې د کثافاتو او فاضلابو مدیریت او پاکول.
۷. د ۲۰۰ تشنابونو لپاره د بریښنا سیستم برابرول.
۸. د تشنابونو او حمامونو لپاره د ګرمو اوبو سیستم برابرول.
۹. د ۱۱۵ بېړنیو دست‌شویونو نصبول.
۱۰. د یونیسف د ۵۰۰۰ حفظه الصحې کېټونو وېشل. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .